د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تېزو بادونو او سیلابونو راوتو وړاندوینه کړې ده. د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به سبا د تېزو بارانونو شاهدان وي. د دغې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.