د کندهار د اوبو رسولو ادارې مسوولينو د دغه ولایت په مرکز کې د اوبو رسولو د دوو څاه ګانو د بیارغولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د اوبو رسولو رییس پاچا یوسف ویلي چې د مرکز په دویمې او څلورمې ناحيو کې د سرې مياشتې په مالي ملاتړ د ۳۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو دوه څاه ګانې بیا رغول شوي، چې پر مټ یې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د سیمې خلک خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.