د امریکايي رسنیو د راپورنو له مخې د دغه هېواد د استازو په مجلس کې د ډیموکراټ ګوند څلورو مخکښو غړو له جوبایډن څخه غوښتي، چې له ډونالډ ټرمپ سره له دوامدارې سیالۍ لاس واخلي. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې، لیکلي، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن له ټرمپ سره له وروستیو ناکامو مناظرو وروسته د دغه ګوند د مشرتابه لخوا پر بایډن له خپلې نوماندۍ څخه د په شا کېدلو لپاره فشار راوړی دی. دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن تېره یکشنبه د امریکا د ازادۍ په ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې له ډونالډ ټرمپ سره د سیالۍ پر دوام ټینګار وکړ.