د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص وايي، چې د روغتيايي خدمتونو د لا پرختيا او د خلکو لاسرسي په موخه د UNFPA او ORCD موسسو په مرسته د دغه ولایت په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازي اباد، ناړۍ، وټه پور، چپه دره او پیچ درې ولسوالیو کې د ګرځنده روغتيايي خدمتونو وړاندې کول پیل شول. د کونړ وګړي د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه د مننې په ترڅ کې وايي چې د یاد ولایت په هره ولسوالۍ کې دوی ته معیاري روغتیايي مرکزونه جوړ شي.