د سرپرست حکومت د کابينې غونډه کې پر يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي. د چارو ادارې عمومي ریاست په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د آقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث شوی او يو پلاوی ټاکل شوی، چې د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدا رنګه، په یاده غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل- کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايلې يې د رياست الوزرا له مقام سره شريکه کړي؛ ترڅو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.