د نړۍ ۱۳ شرکتونو د فوټبال له اروپايي جام څخه مالي ملاتړ کړی، چې په دې جملې کې يې پنځه چينايي شرکتونهALIEXPRESS ،ALIPAY، BYD، او VIVO دي.
د فوټبال په سپورټي ډګرونو کې د چينايي شرکتونو اعلانونه د پاملرنې وړ ګرځېدلي، خو په ورته وخت کې ځينې وايي چې تر شا يې سياسي موخه ده.
د لوېديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو د يادو شرکتونو پر مالي ملاتړ شک او نيوکې کړي او حتی تورونه يې پرې لګولي دي. ځينې خبري رسنۍ په دې اند دي، چې د چين د يادو شرکتونو مالي ملاتړ هم د بېجينګ د جيوپوليټيکې ستراتيژۍ يوه برخه ده او په ورته وخت کې يې د فوټبال پر اروپايي ټولنې هم نيوکې کړي، چې اقتصادي ګټې تر سياسي او ټولنیزو ګټو پورته بولي او د اويغوريانو بشري حقونه يې له پامه غورځولي دي.
که هغوی له اروپايي جام څخه د چينايي شرکتونو مالي ملاتړ د بېجينګ جيوپوليټيکي ستراتيزي بولي، نو چيني رسنۍ هم کولی شي ووايي، چې په دغه هېواد کې د اروپايي جام د اړوندو پروګرامونو خپرېدل د اروپا سياسي اغېزو ته لاره هواروي. دا خبره بيخي مزخرفه ده.
د فوټبال اروپايي جام پر نړۍ اغېزه او ډېر مينوال لري او چينایي تصدۍ دغه سيالۍ د بازارموندنې يو ښه فرصت، ارزښتناک ډګر او اروپايي بازار ته د ننوتلو دروازه بولي او تمه لري، چې په دغو سیاليو کې ډېر زيات سوداګريز اعلانونه خپاره کړي، څو ډېر اروپايان د چيني برانډونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ايا دا عادي چاره نه ده؟
په حقيقت کې يادې چينايي تصدۍ مشهور او پاخه نړيوال شرکتونه دي او تخنيکونه يې پرمختللي او ښه بازار لري او له ياد اروپايي جام څخه يې مالي ملاتړ کړی دی.
د چين BYD شرکت د دې سيالۍ لپاره موټرونه او د VIVO شرکت د دې جام لپاره موبایلفونونه برابر کړي او همکارۍ یې عادي او ګټورې دي او دواړه خواوې ترې ګټې اخيستلی شي.
د لوېديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو د چيني شرکتونو دغه مالي ملاتړ د اويغوريانو پر بشري حقونو پسې تړلی بللی، خو په حقیقت کې دا د دوی يوه تېروتنه ده، ځکه د اويغوريانو د بشري حقونو مسئله حقیقت نه لري.
په تېرو څه باندې شپېتو کلونو کې د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې عمومی نفوس څلور چنده زيات شوی او په دې جملې کې د اويغوريانو عمومي نفوس له ۲،۲ مليونو څخه شاوخوا ۱۲ مليونو ته رسېدلی دی. ځينې لوېديځې خبري رسنۍ تل دروغ او پروپاګنډ خپروي، چې ګواکې په دغې سيمې کې نسل وژنه روانه ده. که دا رښتيا وي، نو بيا د اويغوريانو نفوس څنګه زيات شوی دی؟
چینايي تصديو په تېرې يوې اوږدې مودې کې له ارويایي جام څخه مالي ملاتړ نه دی کړی او په ۲۰۱۶م کال کې يوازې يوه چینایي شرکت په فرانسې کې د فوټبال له نړيوال جام څخه مالي ملاتړ کړی و، خو کله چې له دې اروپايي جام څخه د چينایي مالي ملاتړ کوونکو شمېر زيات شوی، لوېديځو رسنيو پرې شک ښودلی او د چينايي شرکتونو مالي ملاتړ ته په ايډيولوژيک نظر ګوري.
دا هر څه د دې ښکارندويي کوي، چې لوېديځې رسنۍ بې ځايه رويه غوره کوي او پر ځان باور نه لري.
هغه کسان او خبري رسنۍ، چې پر چینايي شرکتونو نيوکې کوي، د فوټبال سيالۍ د کتلو په څېر دې د شرکتونو عادي سيالۍ ته په مثبتې رويې وګوري، ځکه دغسې سوداګريزې همکارۍ دواړو خواوو ته ګټې رسولی شي.