په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی. حسين روستايي زياتوي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي. نوموړي ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي. د هغه په خبره، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي. روستايي همدارنګه وویل؛ سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.