د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کانال پر ځمکه کرل شوې خرما بڼ په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د دوی په وینا تېر کال د خرما بڼ ۱۸ ټنه حاصلات ورکړي وو، چې سږ کال به دغه حاصلات تر شاوخوا ۲۳ ټنه پورې ورسیږي. بڼوال وايي، د حاصلاتو د زیاتوالي لامل يې د دوی شوي زحمتونه دي. د ننګرهار د کانال ریاست پرځمکه جوړ شوي بڼ کې د شپږو ډولونو خرماوو ۲۷۰۰ نیالګي کېنول شوي، چې سږ کال به ۱۲۰۰ بوټي حاصل ورکړي.