د پاکستان په کراچۍ ښار کې د المان کونسلګرۍ ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې غیر اروپايي وګړو ته خپل خدمتونه ځنډولي دي. دغه ډیپلوماتیک دفتر وايي، هغه کسان چې ویزې یې لا دمخه صادرې شوې کولی شي د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره دغه دفتر ته ورشي. دغې کونسلګرۍ د امنیتي ګواښ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.