د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۲زره او ۱۸۰ تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. په راستنو شویو کډوالو کې یو زرو ۵۶۰ تنه له ایران او پاتې نور یې له پاکستانه هېواد ته راغلي دي. د یاد وزارت په وینا؛ یو شمېر راستنو شویو هېوادوالو سره نغدي مرستې شوې او یو شمېر نور یې د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.