د پکتیکا ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۲۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۵ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي. د پکتيکا ولایت مقام په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د یاد ولایت په ارګون او يوسفخېل ولسواليو کې د افغانستان د ټولینز ملاتړ پروګرام موسسې له لوري ۱۵۵ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شوې. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو پروژو له ډلې يې په ارګون ولسوالي کې ۹۵ او په يوسفخېل ولسوالي کې۶۰ پروژې پلې شوې دي. دغه بېلابېلې پروژې چې ۸۱ يې د سړکونو جوړونې او ۷۴ يې د ځمکو خړوبولو لپاره دي، د یوه کال په موده کې پلې او نن دوشنبه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.