د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالي کچه له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مټره رسېږي.