د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه د یونیم میلیارده ټنو سکرو په درلودلو سره تثبیت شوي دي. په سرپل کې د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو مسوول، فرید عظیم ویلي، چې تازه د یاد ولایت په بلخاب حوزه کې د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه تثبیت شوي، چې په معیاري توګه به یې د سپړلو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او زرګونه تنو ته په کې د کار زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړې، چې د لومړۍ سروې له مخې په یاد شمېر کانونو کې یو نیم میلیارده ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي دي. عظیم وویل، وروسته له هغه چې د بلخاب د ډبرو سکرو د کانونو مسووليت د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شو، په دغو کانونو کې د خلکو له خوا د غير قانوني استخراج مخه هم نيول شوې ده.