پوهنې وزارت ویلي، چې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ او دره نورو ولسوالیو کې د څلور بابه ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې، د ۳۹ میلیونه، ۶۳۸ زره او ۲۳۸ افغانیو په لګښت، د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په ملاتړ رسما پیل شوې. د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي؛ د دغه لېسو له جملې څخه یې د بډیالي او توکل بابا لېسې په کوز کونړ او قلعه شاهي او املې لېسې په دره نور ولسوالیو کې موقعیت لري. د ياد ولايت د بشري سرچینو ریيس ویلي، د پوهنې په برخه کې هر مثبت ګام د هېواد پرمختګ ګڼل کېږي او ژمنه يې کړې، چې د پوهنې وزارت د پلانونو په عملي کولو لاره کې به هر ډول همکاريو ته دوام ورکړي.