د چين د کمپيوټري ويروسونو مقابلې مرکز، د کمپيوټري ويروسونو ضد ملي لابراتوار او ۳۶۰ کمپنۍ په دې وروستيو کې يو ګډ راپور خپور کړی او د امريکې له ناوړو کړنو يې پرده پورته کړې ده.
راپور وايي، امریکا له ۲۰۲۳ م کال راهیسې د ”والټ ټایفون“ سازمان په اړه ګرم راپورونه خپروي او د نړۍ په کچه يې د چين په اړه جعلي خبرونه خپاره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په اتمې نېټې د امريکا ياده بې مسئولانه کړنه په کلکه غندلې او له دغه هېواده يې غوښتي، چې د چين له بدنامولو او تور لګولو څخه دې لاس واخلي او په مسئوليت منونکې رويې دې د انټرنېټي فضا سوله او ثبات وساتي.
نوموړي ويلي، بېجينګ د روان کال په اپريل کې د واشنګټن ياده دسیسه رسوا کړې او تازه راپور يې بيا ښيي، چې دغه دسیسه د امريکا ملي امنيت ادارې، فدرالي تحقیقي ادارې او یو شمېر نورو ارګانونو طرحه کړې او په عملي کولو کې يې د دغه هېواد د چين خلاف پارلماني غړو، حکومتي ادارو او د پنځو سترګو اتحاديې د ملي انټرنېټي امنيت ادارې برخه اخيستې ده.