هند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. دغه پېښه د هند په شمالي اترا پرادېش ایالت کې هغه مهال شوې چې یو مسافر وړونکي بس د شېدو له یو ټانکر سره ټکر وکړ. سیمه کې امنیتي ځواکونو ویلي، ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي خو لا یې هم په بس کې د سپرو کسانو کره شمېره نه ده تایید کړې.