د هند لومړی وزیر مسکو ته له خپل سفر وروسته د اتریش پلازمینې ویانا ته ورسېد. نریندرا مودي به نن د اتریش له ولسمشر او صدراعظم سره خبرې وکړي. په تېرو ۴۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د هند لومړی وزیر اتریش ته سفر کوي. اتریش ته د هند د اوسني لومړي وزیر د یو ورځني سفر موخه د ویانا او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې ده. تر دې مخکې مودي مسکو ته ولاړ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري یې تود هرکلی وشو.