د پکتیکا ولایتي مسوولینو د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د پکتیکا امنیې قوماندان محمد شریف حلیمي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت ۱۱ ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته د ۱۲۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا فعالوي، چې نن د ترافیکو په مدیریت کې هم ۱۰ کیلو واټه برېښنا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د برېښنا اړوند ټول اړین وسایل شامل دي، چې د دوی ترڅارنې لاندې به په شفافه توګه سرته ورسيږي. په ورته وخت کې د یاد ولایت مرستیال وویل، چې د ښاروالۍ ریاست له لوري په مرکز ښرنه کې د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې چې یوه یې د کابل بانک مدیریت ترمیمول او د اوبو سیستم برابرول او بلخوا د ملکي روغتون شاته د ۶۰ مترو په اوږدوالی د یوه ویاله جوړول دي چې څه باندې نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.