په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا ویلي، که په کافي اندازه او پر وخت سره بودجه ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي. اوچا نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه اداره د بودجې له سخت کمښت سره مخ ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دا اداره زیاتوي، چې دوی په افغانستان کې د روغتیا، سرپناه، خوړو، تعلیم او ساتنې په برخو بودجې ته جدي اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې تېره میاشت ویلي و، چې په افغانستان کې ۲۳،۷ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹،۲ مېلیونه یې ماشومان دي.