پاکستاني رسنيو ویلي، چې تېره شپه د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر مظفراباد سیمې ته څېرمه یو موټر د تېز تګ له امله چپه شوی او کندې ته لوېدلی، چې پکې د ښځو په ګډون ۱۳ کسان مړه شوي دي. پولیسو ويلي، چې په مړه شویو کې ۸ نارينه، ۴ ښځې او يو ماشوم شامل دي. په دغه ترافيکې پېښه کې دوه نور کسان هم ټپيان شوي دي. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې د پېښې قربانیان يې ځايي روغتون ته رسولي.