دکندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه ۸ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته توکي او درمل د څو میاشتو په لړ کې د کندوز ښار له بازارانو، هټيو، مارکېټونو او درملتونونو څخه راټول شوي وو ، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. د یاد ولایت ځایي چارواکو د خوړو او درملو ادارې اړوندو څانګو پر مسوولینو ټینګار کړی، چې د یادې ادارې د مسلکي ټیمونو له لوري باید مشکوک خوراکي توکي او درمل و ارزول شي او دا لړۍ همداسې روانه وساتي.