د هلمند ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز لشکرګاه کې د ۱۱ کیلومټره مربع سړک د پراخولو او پخولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د یاد سړک د پخولو چارې نن پنجشنبه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د مسوولینو په خبره په یاد سړک ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په معیاري ډول په ۳ میاشتو کې بشپړې شي. د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دا سړک د ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي. بلخوا د یاد سړک د چارو په پیل سره د لښکرګاه اوسېدونکي خوښي څرګنده کړې او له اړوند مسوولینو څخه یې د ورته نورو پراختیايي پروژو د پليکېدو غوښتنه کړې ده.