د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د هنګرها له څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ متره په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دې سړک په اوږدو کې به د وزير آباد کانال د پاسه يو اساسي پل هم جوړ شي او په دې، پروژه کې د پلو لارو، لښتیو، بايسکل چلولو کرښې، ګلدانونو، د څراغونونصبول، تم ځایونو، په سړک دکرښو اچول، د ترافيکي نښو نصبول شامل دي، چې په روان کال کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.