د راپورونو له مخې په کینیا کې له پراخو لاریونونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر ویلیام روتو د بهرنیو چارو له وزیر پرته، د کابینې ټول غړي له دندو ګوښه کړي دي. په کینیا کې خلکو وروسته له هغې لاریونونه پیل کړل، چې مالیات پرې زیات شول او په دې وروستیو کې له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول. کېنیايي ولسمشر په یوې تلویزیوني وینا کې خپلو خلکو ته ویلي چې ټوله کابینه یې له کاره ګوښه کړې او کابینې ته د نویو غړو پر ټاکلو بوخت دی. دا په داسې حال کې ده، چې په کېنیا کې لاریون کوونکو غوښتنه کوله، چې ټوله کابینه دې ډلییزه استعفا ورکړي.