د کاپیسا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د تګاب ولسوالي په میاخطل او شینکۍ سیمو کې د اوبو رسونې ۲ پروژو چارې پیل شوې دي. د چارواکو په خبره، د اوبو رسونې د دغو شبکو هره یوه یې د ۴۰ او ۵۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په جوړېدو سره به یې د دې ولسوالي ۶۳۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. چارواکي دغه راز زیاتوي، چې د اوبو رسونې پر دغو شبکو ۱۴میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له لوري ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کاپیسا په نجراب ولسوالي کې هم د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې وې.