د راپورونو له مخې د پاکستان سترې محکمې نن د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند ته په ملي اسامبلۍ کې د شاوخوا ۲۰ څوکیو ورکولو پرېکړه کړې ده. د مالوماتو له مخې دا څوکۍ د ښځو او اقلیتونو لپاره ځانګړې شوې او د تحریک انصاف ګوند ته یې د ورکولو پرېکړه له هغو عمومي ټاکنو څو میاشتې وروسته کیږي، چې د درغلیو تورونه ورباندې پورې شوي دي. د فبرورۍ په ټولټاکنو کې، عمران خان ته وفادارو نوماندانو په داسې حال کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټلې، چې د ټاکنو د کمیسیون د یوې پرېکړې له مخې مجبور شوي وو چې د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې برخه واخلي. دوی د پوځي ملاتړ لرونکي ګوندونو د یو اتحاد د رامنځته کېدو له امله واک ته نه وو پرېښودل شوي.