په کندوز ولایت کې د پنځه میلیونه افغانیو په پانګونې د کرکټ د بېټ جوړولو کارخونه جوړه شوې. د دغې کارخونې مسوول بریالی هوتک وايي، په ورځني ډول له ۱۰۰ زیات بېټونه تولیدوي او د کندوز سربېره یې نورو ولایتونو ته د پلور لپاره هم لیږي. په یاده کارخونه کې په کار بوخت کسان له نورو سوداګرو غواړي، چې د دغه ډول کارخونو جوړولو سره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کلونو کې د کرکټ لوبه د هېواد ډېرو برخو کې د ځوانانو تر منځ په پراخ ډول دود شوې ده.