د هرات ولایتي مسوولین وايي، چې د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د تېرکال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي. د مسوولینو په وینا؛ تېر کال به د دغه بندر له لارې په ورځني ډول ۱۵ لارۍ افغاني محصولات د مځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریدل، چې سږکال دغه کچه ۲۶-۳۰ لاریو ته لوړه شوې ده. په دغه صادراتو کې تر ډېره د هرات د صنعتي ښارګوټي کورني تولیدات په ځانګړي ډول غیرې الکولي مشروبات شامل دي.