د هلمند ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو یوې شبکې د رغولو چارې پيل شوې دي. د اوبو رسولو دغه شبکه د یاد ولایت د واشیر ولسوالۍ په فولاد کلي کې د «یونېسف» دفتر په مالي ملاتړ، جوړېږي. په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۳ زره ۷۱۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۷۹ شیردهنونو نښلول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د یاد کلي ۱۰۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.