بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر رهبرانو لګول شوي بندیزونه یو مهم پرمختګ بللی او هغه یې ستایلي دي. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې دوی د پاکستاني حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د قراردادونو پر بنسټ د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر رهبرانو لګول شوي بندیزونه ستایي او دا چاره له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یو مهم ګام بولي. د یادونې ده چې پاکستان د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په ګډون پر یو شمېر نورو طالب مشرانو د سفري بندیزونه تر څنګ یو لړ نور بندیزونه لګولي دي.