د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو خبر ورکړی، چې له اوکراین سره پر پوله کړکېچ کم شوی او پر پوله زیاتره ګمارل شوي سرتېري هم خپلو پوځي اډو ته ستانه شوي دي. د بېلاروس دفاع وزارت په روانې جولای میاشتې په لومړیو کې ویلي وو ، چې د امنیتي پېښو او د اوکراین د پوځي تحکیماتو په بدل کې یې په خپلو پولو کې خپل پوځي استحکامات زیات کړي دي. یاد وزارت دغه راز ویلي وو ، چې یوه راکټي فرقه یې هم هلته ځای پر ځای کړې وه چې وکړای شي خپل جنګي چمتووالی وازمويي. لوکاشینکو د خپل هېواد د سرحدي سیمو د کتنې پر مهال پرون ویلي، د بېلاروس استخباراتو ته معلومه شوې چې اوکرایني ځواکونه له حساسو ساحو وتلي، ځکه نو د بېلاروس زیات تازه ګمارل شوي پوځیان هم خپلو پوځي اډو ته ستانه شوي دي.