د بدخشان ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امینې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یوه پیکپ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د یاد ولایت روغتیایي مرکز ته استول شوي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په بغلان ولایت کې هم په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.