د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې پنجشېر د زمرد نندارتون له سترو لاستهراوړنو سره پای ته ورسېد. دغه وزارت ویلي چې، په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې، نوشابې، غالۍ، لبنیات، د وسپنې ویلې کولو او چاپ سکټورونو تولیدات د درې ورځو لپاره په ۴۸ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو چې، کابو ۱۰ زره تنو ترې لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، کابل کې د ایران د سفارت مرستیال او یوه هندي سوداګر هم له دغه نندارتونه لیدنه کړې ده.