د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دا مهال دې ولایت کې د چرګانو ۱۲۵۰ فارمونه فعالیت کوي، چې ورسره د دې ولایت د غوښې اړتیاوو پوره کېدو ترڅنګ هره ورځ ۱۸۰ زره هګۍ هم بازار ته وړاندې کېږي. په کندهار کې د مالدارۍ د برخې مسوولین وايي، د چرګانو د فارمونو حالت ښه شوی او چارې یې په معیاري ډول ترسره کېږي. هغوی زیاتوي اوس په دې برخه کې پر ځان بسیا دي. د کندهار اوسېدونکي خوښ دي، چې کورنیو تولیداتو یې اړتیاوې ورپوره کړي. دوی په کور دننه د چرګانو تولید شوې غوښه د کیفیت له پلوه ښه بولي. وروسته له هغه چې سرپرست حکومت له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښې پر واردولو بندیز ولګاوه، ورسره په کور دننه د چرګانو غوښې داخلي تولید زیات او د اوس یې د کندهار د ټول ولس اړتیاوې پوره کړې دي.