د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد وزارت په وینا؛ دغه بند د ۱۲ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې ورسره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه پیاوړې شي.