د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د کابل او تهران د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ښاغلي کرزي د نجونو او هلکانو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین وباله. پخواني ولسمشر هم د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په بریالي ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې ده.