د کابل ښاروالۍ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له کابل ښار یې څخه ۲ ټنه تاریخ تېر او بې کيفیته توکي راټول کړي دي. د مالوماتو له مخې دا خوراکي او غیري خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای تولېږدول شوي دي. دکابل ښاروالۍ مسوولینو له ټولو پلورونکو او هټیوالو څخه غوښتنه کړې، چې د بې کیفیته توکو له پلور څخه په کلکه ډډه وکړي او ښاریان دې هم د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال، د هغو کیفیت او د مصرف نېټې ته په جدي توګه پام وکړي.