د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست تر چتر لاندې د (اېن ار سي) موسسې له لوري د دغه ولایت مرکز اړوند مغلیزو سیمه کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.د مسوولینو په خبره د دغه شبکې په جوړېدو سره د یادې سیمې شاوخوا ۲۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوه.