د ننګرهار د اقتصاد رییس د دې ولایت د رسنیو دفتر کې د جوړ شوي خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې تېر کال یې د ۱۵۷ مرستندویه ادارو پر مټ ۲۱۱ د بیارغونې او نورو بېلابېلو پروژو کې ۱۲۱ بشپړې او ۹۰ یې جریان لري شاوخوا ۱۳ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه. د هغه په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې د کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري د څه باندې ۷۶ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پلې شوې دي. نوموړی وايي، سږ کال ورسره بیا ۳۰ نوې نورې موسسې ثبت شوي، چې د پروژو په شمېر کې به ورسره زیاتوالی راشي. ننګرهار میشتي په دې ولایت کې د بیارغونې او نورو پروژو تطبیق ته خوښ دي، خو د له سرپرست حکومت یې د زیاتوالي غوښتنه کوي. دوی وايي، که د پروژو په شمېر کې زیاتوالی راشي، نو په خبره یې ډیری نورو ځوانانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.