د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړۍ ناحیه اړوند سیمه کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲۵۰ متره سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې. د سیمهییزو چارواکو په وینا؛ د دغه سړک د قیر اچونې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د مزارشریف ښاروالۍ ویلي، چې پلان لري روان کال په دغه ښار کې ۴۳ نورې پراختیایي پروژې هم پلي کړي.