د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د نیازو سیمه کې د ۳۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه شبکه، چې د ۲۰ متر مکعب اوبو ذخیروه کولو وړتیا لري په جوړېدو سره یې د یادې سیمې شاوخوا ۸۰ کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.