د لومړي ځل لپاره د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په آسان خدمت څانګه کې د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو چارې پيل کړې. د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي ریاست مرستیال بشیر احمد افغان وویل چې دغه وزارت څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، ترڅو هېوادوالو ته کونسلي خدمتونه تر پخوا په چټکۍ او آسانه توګه وړاندې او د هغوی د اسنادو کارونه لاس په لاس خلاص شي. دغه راز د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د آسانخدمت رییس جهادګل پاڅون، وویل چې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک، خلکو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک شوی او د کونسلي چارو اړوند ټول خدمات په یوه ځای کې ورته وړاندې کېږي. هغه زیاته کړه چې د کونسلي خدمتونو په پيل سره، له دې وروسته به د ماشومانو زېږون کارټ د لویانو په شان په چاپي ډول وېشل کېږي او دارالترجمې، د دولت قضایاوو او نورو ځایونو ته نه استول کېږي.