د کونړ ولایت پېښو ته د رسېدو چارو ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان ویلي، نن سهار د سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونه را وتلي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې پنځه تنه مړه کړي دي. احسان زیاتوي، دغو سېلابونو د ۳۸ استوګنیزو کورونو د وېجاړولو ترڅنګ په سلګونه جریبه ولاړ فصلونه، سړکونه، پلچکونه، ویالې او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې تخریب کړې دي.