د میدان وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالي کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې رییس فیضالله جلالي وايي، دغه سېلابونه تېره ورځ ناوخته راوتلي دي. نوموړي زیاته کړه، د یادو سېلابونو له امله د کروندګرو فصلونه، کاریزونه او لوې لارې زیانمنې شوې دي. په ورته وخت کې د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د تېرو دوو ورځو سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې بزګرانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د ازرې ولسوالۍ د کرنیزو خدماتو مدیر په وینا د دغو سېلابونو له امله شاوخوا ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې پرې غنم او نور حبوبات کرل شوي وو او تر ډېره يې حاصلات رسېدلي وو په بشپړه توګه له منځه وړي دي.