د پاکستان د معلوماتو وزیرعطاالله ترار ویلي د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز لګوي. ترار ویلي، شته شواهدو ته په کتو یې دا پرېکړه کړې او ټاکل شوې دا قضیه د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شي. پر عمران خان تورونه دي چې تېرکال یې قهرجنو لاریونونو ته لمن وهلې او د حکومت محرم معلومات یې خپاره کړي دي.