د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو رالېږدولو د پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وایي، دغه پروژه نږدې ۱۶۰ میلیونه ډالره لګښت لري او د سرپرست حکومت د رهبر له تایید وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي. کابل چې په اټکلیز ډول څه باندې شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، په وروستیو کلونو کې د وچکالیو له امله د څښاک اوبو د کموالي شاهد دی. د ځینو کارپوهانو په اند په نړۍ کې اقلیمي بدلونونو افغانستان تر نورو هېوادونو زیات زیانمن کړی او افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو د بې ساري کموالي او ویجاړونکو سیلابونو او وچکالۍ شاهد وو.