د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د محرم الحرام د لسمې د رارسېدو په مناسبت ټولو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د دې ورځې په مناسبت يې د امام حسین او د کربلا شهیدانو روح ته دعا کړې ده. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عاشورا د یوه تاریخي او اصلاحي خوځښت په توګه د نړۍ په ټولو برخو کې د مسلمانانو له خوا د احترام او درناوي وړ ورځ بلل کېږي. حامد کرزي ویلي، د اسلام د سپېڅلي دین لارښوونې، يووالي او ورورولۍ محور دی چې د خلکو د اتحاد او اتفاق په ټينګښت کې یې اساسي رول لوبولی دی. ښاغلي کرزي ویلي، هیوادوال به د دې ورځې له فضایلو او برکاتو څخه په استفادې په پوره یووالي او ورورولۍ د یو پرمختللی، بیدار او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.