د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي، چې ۲۷۶ کورنیو ته به د څښاک اوبه برابرې شي. د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۲ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې, چې د ۲ ژورو څاه ګانو کېندل او د اوبو د دوه لویو زېرمو جوړول په کې شامل دي. د ولایتي مسوولینو په خبره د یادو شبکو په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.