د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند په اتو بیلا بیلو ښوونځیو کې د اتو اړینو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکز پل علم او څرخ ولسوالۍ په اتو ښوونځیو کې بشپړې شوې دي. په دغو پروژو کې یادو ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا سیستم فعالول، په سولري واټر پمپونو سمبال د ژورو څاه ګانو کېندل، د پاکو اوبو شبکو ، د لاس مینځلو ځایونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول شامل دي. د لوګر ولایت د پوهنې رییس د یادو پروژو د کار په بشپړېدو خوښي وښوده او له یونیسف څخه یې د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.