یو شمېر روسي پانګهوالو او د کانونو متخصصینو د پنجشېر له والي سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان کې د پانګونې رامنځته شوي ښه فرصت څخه په ګټې اخیستنې غواړي، چې د پنجشېر پر کانونو پانګونه وکړي. له بلېخوا د پنجشېر والي یادو پانګهوالو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې پانګهوال کولی شي په ډاډه زړه پرته له کومې اندېښنې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.